د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۴۳
د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند، قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي محمد هاشم (الهام ) په ډېرو هڅو او ترغیب او د قومي مشرانو په منځګړيتوت په  ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د (۳) تنو مقتولینو د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه چې د روان هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشت کې، د قره باغ ولسوالۍ اړوند هوتکي کلي کې رامنځته شوې او درې کسان په کې وژل شوي وو، محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائیه محکمې مسؤولينو د مقتولینو وارثین بخښنې ته وهڅول، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته د مقتولینو وارثینو بخښنې ته غاړه کېښوده.
د مقتولینو کورنۍ د رضایت وروسته په يوه غونډه کې چې قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ قاتلینو ته بخښنه وکړه او یاده قضیه د محکمې لخوا په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۲۹
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۶۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۴۰) دوسيو ته پر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د تخار ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي روزي محمد (زميل) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي بخت الله (مدني) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۷
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ميدان وردګ ولايت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) د یاد ریاست د مدرس مفتي عبالمالک (انقیادي) په ملتیا، په ۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه ميدان وردګ ولايت ته سفر وکړ.
یاد. . .

بیا په خبرونو کی