د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات خوست ولایت ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۷:۱۵
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات خوست ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب د یو پلاوي په ملتیا په ۵/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه خوست ولایت ته سفر وکړ.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په دغه سفر کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس او اړوند محاکمو له قضاتو، مفتیانو، محررینو د یاد ولایت له محترم والي، د علماوو شورا، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکاياتو اورېدو او د استخباراتو رئیسانو او امنیه قوماندانۍ له مسؤولینو سره وکتل.
د لیدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي امین الله (منیب) د یاد ولايت محاکمو د قضائي غړو په استازیتوب راغلي لوړ پوړي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ولایت د محاکمو د فعالیتونو، د بندیانو د وضعیت ارزونې او له نورو عدلي او قضائي ارګانونو سره د همغږۍ په اړه یې محترم شیخ صاحب ته معلومات ورکړل.
 ورپسې د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات خبرې وکړې او د قضاء په اړه یې خپلې توصیې د محاکمو مسؤولینو سره شریکې کړې وویل، د مرافعه محکمې قضائي غړي دې د ابتدائیه محاکمو له قضائي غړو سره په قضائي او اداري چارو کې ښې اړیکې ولري، ابتدائیه محاکم دې هڅه او کوښښ کوي چې د خلکو موضوعات د شریعت، اصولو، فرامینو او متحدالمآلونو مطابق حل او فصل کړي، ترڅو صادرې شوې فیصلې د لوړو محاکمو له خوا نقض نشي.
محترم شیخ صاحب ټینګار وکړ چې قضات دې د مراجعینو سره نېک چلند کوي، ترڅو مراجعین له محاکمو څخه متنفره نشي.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ صاحب ته بشپړ ډاډ ورکړ، چې ټولو دوسیو ته پر وخت رسېدنه شوې، د قضاتو ترمنځ مینه، اتحاد، یووالی او همغږي شتون لري او په ټول توان سره د قضیو د حل او فصل لپاره هڅه کوي.
 د یادونې وړ ده چې په دې سفر کې د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات سره د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شیخ عبدالمالک (حقاني)، د سترې محکمې نظامي مرستیال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه)، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید) او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست رئیس محترم مولوي محمد جمعه (فیضاني) ملتیا کوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳
Background image

د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل (۴۰) کلنه موضوع حل شوه

 د میدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، (۴۰) کاله مخکې رامنځته شوې د ځمکې پر سر حقوقي موضوع په ۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق حل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

بیا په خبرونو کی