د نورستان، بادغيس، پنجشېر او هرات ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې (۳۳۳۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۳۰
د نورستان، بادغيس، پنجشېر او هرات ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې (۳۳۳۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د نورستان، بادغيس، پنجشېر او هرات ولايتونو د حقوقو امريتونو په يوه مياشت کې له (۴/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۳۳۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د نورستان، بادغيس، پنجشېر او هرات ولایتونو د حقوقو امريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۹۸۷) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۶۵۶) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۸۰۸) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۰۶) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۲۱۷) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د نورستان، بادغيس، پنجشېر او هرات ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۱۰) دوسيې تطبيق شوې، (۵۶) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۲۹) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۵۷) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۵
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۰ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان. . .

بیا په خبرونو کی