د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۹
د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي محمد ایوب (قلم) په مشرۍ؛ د ابتدائيه محاکمو له رئیسانو سره په ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې د اجنډا په اړه یې تفصيلي خبرې وکړې وویل، په روزمره اجراآتو کې باید زموږ او ستاسو ستره موخه د الله (جل جلاله) رضاء وي.
نوموړي حاضرۍ ته پر پابندۍ، اجراآتو کې پر شفافیت، دوسیو باندې په خپل وخت او په غور سره اجراآت کولو، د سترې محکمې د عالي مقام څخه د صادر شویو متحدالمآلونو تعقیب او تطبیق ته جدي پاملرنې، د متحدالمآلونو مطابق اجرااآتو او په خپل منځ او د اړوند ادارو سره په همغږۍ ټینګار وکړ.
د غونډې په وروستیو کې د اړوند محاکمو مسؤولینو خپلې اړتياوې د مرافعه محکمې له رئیس سره شریکې کړې، چې د یادو اړتياوو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

بیا په خبرونو کی