د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د جزا او عامه امنیت دېوانونو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۱
د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د جزا او عامه امنیت دېوانونو څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي امین الله (منیب)؛ د یادې محکمې د تحریراتو آمر امین الله (حنفي) په ملتیا په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د مرافعه محکمې د جزا او امنیت عامه دېوانونو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې پلاوي په دې لیدنه کې د یادو دېوانونو له رئيسانو، مفتیانو او محررینو سره وکتل، د هغوی له اجراآتو څخه یې لیدنه وکړه، قضائي  منسوبینو ته د مرافعه محکمې د رئيس لخوا لازمې سپارښتنې وشوې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئیس وويل، خپلې چارې د الله تعالی د رضا په خاطر د اسلامي امارت د اصولو، لوایحو او طرزالعملونو سره سمې ترسره کړئ، حق حقدار ته وسپارئ او هره موضوع په دقیق او شفاف ډول وڅېړئ.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، له مراجعینو سره غوره چلند وکړئ او د اړوند ادارو له مسؤولینو سره د اصولو سره سم په ښه تفاهم چلند وکړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په بلخ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت نهرشاهي ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې نن پنجشنبه (۲۰/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه)  دوو کسانو ته د بهرنيو الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم؛ د یادې محکمې په انګړ کې تعزیري سزا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

د غزني ولایت د حقوقو آمریت لخوا په دوو ورځو کې (۵۲) قطعي فیصلې تطبیق شوې

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د غزني ولايت حقوقو آمريت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه د يوه پلاوي په ملتيا د زرګرانو ترمنځ (۵۲) فیصلې چې له دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۲۲
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۹۶) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی