د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۴
د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو لپاره، نن سه شنبې (۲۵/۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په دې اصلاحي او مذاکراتي ناسته کې، چې د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ سخاء الله (سعید) صاحب، د سترې محکمې د مرکزي دېوانونو او ریاستونو ټولو رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو په کې ګډون درلود، د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) صاحب ګډونوالو ته د اسلامي نظام د ستر نعمت، مسؤولیت پېژندنې، اطاعت، علماء کرامو د شان او ځینې نورو مواردو په اړه ګټور تفصیلي بیان وکړ وویل، دا د الله تعالی ځانګړې پېرزوینه او لوی نعمت دی، چې زموږ په پاکه خاوره یې سوچه اسلامي نظام قایم کړی دی.
محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) صاحب وویل، د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د یوه صحیح حدیث شریف په اساس د ټولنې هر وګړی د خپل ماتحت کسانو په برخه کې مسؤولیت لري، الله تعالی به په ورځ د جزا د دغه مسؤولیت د ترسره کېدو په اړه ترې پوښتنه کوي؛ نو پر موږ ټولو لازمه ده، چې په پوره اخلاص او امانتدارۍ را سپارل شوي مسؤولیتونه ترسره کړو.
نوموړي د ناستې له ټولو حاضرینو وغوښتل، چې د خپلو امرینو اطاعت وکړي، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) ټول فرامین او احکام په پوره دقت وګوري او عمل پرې وکړي؛ ځکه چې همدا د اسلام د مبارک دین حکم دی؛ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په یوه حدیث شریف کې فرمايي: چا چې زما اطاعت وکړ، یقینًا د الله تعالی اطاعت یې کړی؛ او چا چې زما نافرماني وکړه، یقینًا د الله تعالی نافرماني یې کړې ده او چا چې د امیر اطاعت وکړ، یقینًا زما اطاعت یې کړی؛ چا چې د امیر نافرماني وکړه، یقینًا زما نافرماني یې کړې ده.
دغه راز د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس د علماء کرامو مقام ته په اشاره وویل، علماء کرام د انبیاء (علیهم السلام) وارثین دي، دوی باید خپل مقام او قدر وپېژني او خپل اصلي رسالت، چې خلکو او رعیت ته مستقیمه لار ور ښودل او د اسلام د مبارک دین د احکامو په بیانولو سره د شیطان د دسیسو مقابله او دفاع کول دي؛ په ښه ډول ترسره کړي.
محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) صاحب زیاته کړه، موږ او تاسو ته، چې اوس مهال د اسلامي امارت په یوه مهم ارګان کې کوم مسؤولیتونه راسپارل شوي دي، دا ډېر لوی دي او یوه ورځ به یې د الله تعالی په حضور کې حتمًا پوښتنه راڅخه کېږي؛ نو پر موږ لازمه ده، چې د دغه مسؤولیت د ښه ترسره کولو لپاره نه یوازې شپه او ورځ هڅې وکړو؛ بلکې په دې برخه کې د الله تعالی د مرستې او نصرت دعا وکړو.
نوموړي ټول حاضرین خپلو دندو ته متوجه کړل وویل، له ځان سره حساب وکړئ مخکې له دې چې له تاسو سره حساب وشي او خپل اعمال وتلئ، مخکې له دې چې ستاسو اعمال وتلل شي.
یاده ناسته د یو شمېرو نورو مواردو په اړه تر تفصیلي بیان او مذاکرې وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ جوړ شوي هئیت، چې د ښاري ابتدائیه محکمې عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو لپاره، نن سه شنبې (۲۵/۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئيسانو، د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د استخباراتو ریاست. . .

بیا په خبرونو کی