د ننګرهار ولایت د حقوقو آمريت په دوو اونيو کې (۱۵۵) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۷
د ننګرهار ولایت د حقوقو آمريت په دوو اونيو کې (۱۵۵) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د ننګرهار ولايت د حقوقو آمريت په دوو اونيو کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۵۵) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د ننګرهار ولايت د حقوقو آمريت په دوو اونيو کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۷۲) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۳۰) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۳۳) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۸) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱) عرض‌پاڼه حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د ننګرهار ولايت د حقوقو آمريت په دوو اونيو کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۸۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۷) دوسيې تطبيق شوې، (۱۴) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۹) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۳) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی