د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۰
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو (له ۱۶ /۸ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹ /۹ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د مرافعه محکمې دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۸۶) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۰۵) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۳۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
اختصاصي محکمې ته په دوو اونيو کې (۵۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فیصله شوې، (۲۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

په پکتیا ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن چهارشنبه (۲۸/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياده مجرمه پر يو کال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ د ښاري ابتدئیه محکمې رئيس محترم مولوي ظاهرالله (مروان) او د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۸
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ یوه پلاوي؛ په ۱۹/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس او ورسره مل. . .

بیا په خبرونو کی