د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴۰
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې په ۲۸ /۸ /۱۴۴۶هـ ق نېټه، درېیو کسانو ته د الکولي مشروباتو، چرسو او ذیکپ نشهیي توکو د پېر، پلور او ساتنې په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د یادو مجرمینو له ډلې دوه  کسان په دوه ـ دوه  کاله تنفیذي بند او ۳۹ـ۳۹ دُرو تعزیري سزا او یو بل کس په دوو میاشتو تنفیذي بند او لسو دُرو محکوم کړی و.

د تعزیري سزا دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمینو تطبیق شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۵
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۰ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان. . .

بیا په خبرونو کی