د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس لغمان ولایت ته د سفر پر مهال د (۶) دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۱:۱۵
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس لغمان ولایت ته د سفر پر مهال د (۶) دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې د یاد دېوان مفتي صاحبانو (مفتي محمد حصین او مفتي فضل الرحمن قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۵مه نېټه د یو شمېر دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه لغمان ولایت ته سفر وکړ.

د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال د لغمان مرافعه محکمې له رئیس او اړوند نورو محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د (۶) جزائي دوسیو  په تړاو د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه تفصیلي خبرې وشوې.

دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یادو دوسیو اړوند جانبینو سره په جلا جلا ډول وکتل او له دوی یې د اړوند مواردو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر پر مهال د لغمان ولایت د محاکمو قضائي مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو دوسیې د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت حل او فصل کړي.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه د هېواد ډېری ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی