د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت، په ۳/شعبان المعظم/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.
د جزاء دېوان عمومي رئیس چې مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله پکتیکا ولایت ته د دغه سفر پر مهال یاد ولایت کې د (۶) مهمو جزائي دوسیو [پنځه د قتل او یوه د غلا] په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یاد سفر پر مهال د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې له رئیس او اړوند قضائي غړو سره وکتل، د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې تر تفصیلي خبرو وروسته ورته لازم هدایات وکړل.
په دې سربېره د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د جزائي دوسیو له جانبینو سره هم وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه وروستي بشپړ تحقیقات وکړل.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په موخه د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.