د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو اداري کارکوونکو ته درې روزنیز سیمينارونه وړاندې شول

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۹
د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو اداري کارکوونکو ته درې روزنیز سیمينارونه وړاندې شول

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې محترم ریاست لخوا، د سترې محکمې عالي مقام د ۱۴۴۶/۶/۷ هـ ق نېټې د هدايت په اساس، د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو اداري کارکوونکو ته د اداري اجراآتو زده کړې په موخه درې سیمینارونه چې هر یوه پنځه ورځې دوام درلود، وړاندې شول.

په يادو سیمينارونو کې چې د اداري سيستم مهارتونه، وثايق، د پلان جوړونې اساسات، اداري مراسلات، ارتباطات او راپور ليکنې تر سرليکونو لاندې جوړ شوي وو، شاوخوا (۱۲۰) اداري کارکوونکو ګډون درلود.

دغه سیمینارونه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې په درېیو جلا دورو کې د مسلکي او تکړه استادانو لخوا وړاندې شول.

د سیمينارونو په پای کې ټول ګډونوال د لومړنۍ او وروستۍ ازموينې په توګه و ارزول شول ترڅو د وړاندې شوو سیمينارونو د اغېز کچه په ډاګه شي، چې په پايله کې يې پایله مثبت او د ګډونوالو په زده کړه کې په لوړه کچه بدلون راغلی و.

د يادو سیمينارونو په اختتام غونډه کې د سترې محکمې د استخدام او سوانحو رئيس محترم مفتي عبدالوارث (سعيد) او د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رئيس محترم حافظ نصير احمد (صياد) ګډونوالو ته د سیمينارونو او ظرفيت لوړونې په ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او د ګډونوالو نظريات او وړانديزونه يې واورېدل.

د یادونې وړ ده چې د یادو روزنیزو سیمینارونو ګډونوالو د سترې محکمې له عالي مقام او د اجراآتو اروزنې او ظرفیت لوړونې ریاست څخه مننه وکړه چې دوی ته یې دغه ګټور سیمینارونه جوړ کړي وو.

غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس خوست ولایت ته د سفر پر مهال د (۷) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت، په ۴/شعبان المعظم/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵۹
Background image

د کندهار ولايت  ښاري ابتدائیه محکمې په یوه میاشت کې (۲۵۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت  ښاري ابتدائیه محکمې  په یوه میاشت کې (له ۱ / ۷/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر۲۹  /۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

په حقوقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۱۸). . .

بیا په خبرونو کی