د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۲۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۴۱) وثیقې اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، اختصاصي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۲۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۴۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۱۳۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۱) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
