د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۰
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې نېټې د یاد ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغه‌يي، بادپښ او دولت شاه ولسوالیو پر ابتدائیه محاکمو سربېره د ښاري محکمې د دېوانونو او د یاد ولايت له زندان څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو مسؤولينو ته په خبرو کې وويل، دوسیې باید په خپل وخت سره حل او فصل شي، په ځانګړې توګه جزائي موضوعات باید ونه ځنډېږي، ترڅو هغه کسان چې بې ګناه دي، په بند کې پاتې نه شي او د زندانیانو برخلیک په خپل ټاکل شوي وخت معلوم شي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه، د بندیانو حال یې واخيست، ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د دوی اصولي غوښتنو ته به رسېدنه کېږي.
له زندان څخه د مرافعه محکمې د رئيس د ليدنې عمده موخه دا وه چې د زندانیانو وضعیت له نږدې وګوري او د دوی د برخلیک پوښتنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۹
Background image

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي محمد ایوب (قلم) په مشرۍ؛ د ابتدائيه محاکمو له رئیسانو سره په ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

په فراه ولايت کې درېيو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۱۰/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۰
Background image

محترم مولوي واحدالله (صديقي) د کابل ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون سرپرست رئیس محترم مولوي واحد الله (صدیقي) په ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د کابل ولایت مرافعه محکمې مدني دېوان رئیس محترم مولوي عبدالله (اسرار) لخوا د یوې. . .

بیا په خبرونو کی