د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست کې یو مسجد جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۲۳
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست کې یو مسجد جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست په انګړ کې د یاد ریاست اړوند مجاهدینو او منسوبینو لپاره یو مسجد جوړ او په۲۲ /جمادی الأولی/ ١٤٤٦هـ ق نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
رغول شوي مسجد کې چې د یاد ریاست د محترم رئيس الحاج مولوي محمد عوض سعید په ځانګړي هدایت او د اداري او تأمیناتي محترم معاونیت په نظارت یې تعمیراتي چارې په منظمه او عصري بڼه ترسره شوې په یو وخت ۴۳۵ کسان لمونځ اداء کولای شي. 
دغه راز د قضائيه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست کارکوونکو د یاد مسجد په جوړېدو خوښي څرګنده کړه وویل، خوشاله یو چې د لمانځه د اداء کولو لپاره راته په عصري بڼه او بشپړو امکاناتو برابر مسجد ورغول شو.
د یادونې وړ ده چې د یاد مسجد تر څنګ د اوداسه لپاره هم منظم او مناسب ځای جوړ شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی