په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۱۷
په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم نن چهارشنبې د ۴/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې رئیس مفتي عبدالفتاح، قضائي او اداري کارکوونکو، د یادې ولسوالۍ ولسوال، د استخباراتو مدیر، امنیه قوماندانۍ مرستيال، د امر بالمعروف آمر، د یادې ولسوالۍ کارکوونکو او مراجعینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو د حدودو او تعزیراتو د ګټو او د ټولنې د اصلاح په اړه هر اړخيزې ویناوې وکړې.

ابتدائيه محکمې ياد مجرم پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

بیا په خبرونو کی