د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د قتل اړوند (۱۴) دوسیې حل او فصل کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۴۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د قتل اړوند (۱۴) دوسیې حل او فصل کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې د یاد دېوان مفتي صاحبانو (مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن قاسمي) یې ملتیا کوله د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۵مه نېټه د یو شمېر جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه دوه ورځني سفر پر مهال د پروان مرافعه محکمې له رئیس او اړوند نورو محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د قتل اړوند (۱۴) دوسیو د حل او فصل په اړه لازمې تفصیلي خبرې وشوې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یادو دوسیو اړوند ټولو زندانیانو سره په جلا جلا ډول وکتل او له دوی یې د اړوند مواردو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر پر مهال د پروان ولایت د محاکمو قضائي مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو دوسیې د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت حل او فصل کړي.
د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر په پایله کې د قتل اړوند (۱۴) دوسیې تر بشپړو څېړونو وروسته د شرعي احکامو په رڼا کې حل او فصل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د میدان وردګ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

بیا په خبرونو کی