د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۲۷
د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشادآخندازده) په مشرۍ؛ د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو ریاست، ګڼو ادارو د استازو او مسؤولینو په ګډون په ۵ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته له ښه راغلاست ويلو وروسته مسؤولینو ته په جزائي او حقوقي موضوعاتو کې د اصولو مطابق د بېلابېلو اجراآتو هدایات وکړل؛ ترڅو په حقوقي برخه کې اشخاص ونه ځورول شي او بې‌ګناه اشخاص مجازات نه شي.
محترم رشاد آخندازه د عدلي او قضائي ارګانونو مسؤولینو ته هغه موارد په نښه کړل چې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي وویل، د خلکو غږ باید واورېدل شي، ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي او په دې برخه کې باید لا ډېرې هڅې او کار وشي.
د غونډې په دوام د اجنډا مطابق بحث او خبرې وشوې، ټولو ګډونوالو په نوبت خپل نظرونه شريک کړل او د نظرونو له تبادلې وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول.
 غونډه دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹مه نېټه، د سترې محکمې د رئیس او قاضي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۶
Background image

د کونړ ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس د یاد ولايت له توقیف خونو څخه لیدنه وکړه 

د کونړ ولايت مرافعه محکمې اړوند د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم ظاهرالله (مروان)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئيس مفتي عزت الله (جواد) او د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي محیب الله (محسن). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د دغه ولايت ګرشک او نهرسراج ولسواليو له ابتدائیه محاکمو ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبدالجلیل (سفیان) په مشرۍ یوه پلاوي؛ د ګرشک او نهر سراج ولسواليو د ابتدائیه محاکمو د قضائي، اداري چارو او حقوقو مدیریتونو څخه، د روان. . .

بیا په خبرونو کی