د کابل ولایت د مرافعه محکمې نظامي منسوبينو دېوان ته محترم مولوي عبدالله ګل د نوي رئیس په توګه معرفي شو
د کابل ولایت د مرافعه محکمې د نظامي منسوبینو دېوان ته نوی رئیس محترم مولوي عبدالله ګل په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوې غونډي په ترڅ کې د سترې محکمې د نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب لخوا په رسمي توګه معرفي شو.
ياده غونډه چې د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي ریاست په مقام کې جوړه شوې وه؛ د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) او د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د محترم شیخ خیرخواه صاحب لخوا نوی رئيس د غونډې ګډونوالو ته ور وپېژندل شو.
ورپسې د سترې محکمې نظامي مرستيال خبرې وکړې وويل، په نورو نظامونو کې دنده غوښتل کېږي او په اسلامي امارت کې دنده ورکول کېږي؛ ځکه چې اسلامي امارت کې دنده یو لوی مسؤولیت بلل کېږي نه امتیاز.
محترم خیرخواه صاحب زیاته کړه، الحمدلله په امارت کې د مشرانو د اوامرو اطاعت په ښه توګه کېږي چې دا زموږ د اتحاد یوه ښه بېلګه ده.
یاده غوڼډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.