د کابل ولایت د مرافعه محکمې نظامي منسوبينو دېوان ته محترم مولوي عبدالله ګل د نوي رئیس په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۲:۱۵
د کابل ولایت د مرافعه محکمې نظامي منسوبينو دېوان ته محترم مولوي عبدالله ګل د نوي رئیس په توګه معرفي شو

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د نظامي منسوبینو دېوان ته نوی رئیس محترم مولوي عبدالله ګل په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوې غونډي په ترڅ کې د سترې محکمې د نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب لخوا په رسمي توګه معرفي شو.

ياده غونډه چې د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي ریاست په مقام کې جوړه شوې وه؛ د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) او د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړو ګډون درلود.

د غونډې په پيل کې د محترم شیخ خیرخواه صاحب لخوا نوی رئيس د غونډې ګډونوالو ته ور وپېژندل شو.
ورپسې د سترې محکمې نظامي مرستيال خبرې وکړې وويل، په نورو نظامونو کې دنده غوښتل کېږي او په اسلامي امارت کې دنده ورکول کېږي؛ ځکه چې اسلامي امارت کې دنده یو لوی مسؤولیت بلل کېږي نه امتیاز.
محترم خیرخواه صاحب زیاته کړه، الحمدلله په امارت کې د مشرانو د اوامرو اطاعت په ښه توګه کېږي چې دا زموږ د اتحاد یوه ښه بېلګه ده.
یاده غوڼډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم مولوی ميرآقا به حیث رئيس جدید محکمۀ مرافعۀ ولايت پروان معرفی شد

محترم مولوی میرآقا مشهور به (ذبیح الله خالد) به تاريخ ۱۲/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق طی یک نشست به اشتراک رئیس شورای علماء، قوماندان امنیه، نمایندۀ استخبارات، قضات دیوان‌های مرافعه، شهری و محاکم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۱۳
Background image

محاکم ولایت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۲۴۳) دوسیه، به تعداد (۱۲۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت غور، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیۀ شهرى، محکمۀ نظامی زون غور و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) در. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۹
Background image

محاکم ولایت جوزجان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۱۸۰) دوسیه، به تعداد (۲۰۸) قطعه وثایق نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت جوزجان، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیۀ شهرى، محکمۀ نظامی، محکمۀ اختصاصی و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶. . .

بازگشت به اخبار