د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۱:۵۵
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۲۰/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۵/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۵۱۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۲۶) وثيقې یې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

په حقوقی برخه کې:

د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۵۰) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۱۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۵) دوسیې فیصله شوې، (۲۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۵۰) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۷۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷۴) دوسیې فیصله شوې، (۲۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په تجارتي برخه کې:

د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۵۹) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۲۶) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی