د پکتيا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۲
د پکتيا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د ياد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه.
 په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې رئيس لومړی له نارینه وو او ښځینه وو بنديانو سره وکتل؛ ورپسې یې د زندان له طعام خونې، کلینیک، چاپیریال او اطاقونو څخه لیدنه وکړه او له زندانیانو یې د دوی د وضعیت په اړه بشپړ معلومات وکړل.
د ليدنې په وروستيو کې محترم مفتي خالد د زندان مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، ترڅو د شته امکاناتو سره سم د زندانیانو موضوعاتو ته رسېدنه وکړي او له هغوی سره د تل په څېر ښه چلند وکړي.
په پای کې د پکتیا زندان رئيس مولوي سهیل (سعید) د مرافعه محکمې عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ چې موږ به تل هڅه کوو د اسلامي او شرعي اصولو په رڼا کې د زندانیانو غوښتنو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړو او دوی ته د ارامې، سالمې او ښې فضاء زمینه برابره کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی