د کابل د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۶۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۱:۶
د کابل د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۶۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له (۱ /۲ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۲ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې (۶۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۰۲) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۶۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۸
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رمضان المبارک میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په جریان کې د (۸۱) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

بیا په خبرونو کی