د هلمند محاکمو په يوه مياشت کې (۵۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۶۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۴۴
د هلمند محاکمو په يوه مياشت کې (۵۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۶۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱۴/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۲ / ۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې (۵۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره (۶۴۸) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۵۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۱۷) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۴۸) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی