د کونړ د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ ۲۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۳:۵۶
د کونړ د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ ۲۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

په ۲۵/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئيس الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړيتوب د یاد ولايت د وټه‌پور ولسوالۍ د کرمول داګ په سيمه کې د دوو کورنيو د قتل پر سر رامنځته شوې ۲۳ کلنه دښمني حل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ د مرافعه محکمې رئيس، د یاد ولایت د مقام مرستیال عبدالله (حقاني)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي محمد ایوب (قلم)، د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس مولوي روشن، د امنیه قوماندانۍ مسؤولينو، قومي مشرانو او سپين ږيرو ګډون درلود.
غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس، مرستیال والي او ښاري ابتدائیه محکمې رئيس هر اړخیزې ویناوې وکړې او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د داسې موضوعاتو په اصلاحي ډول حل کې له خپل نظام سره همکاري وکړي.
د غونډې په وروستيو کې د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس ګډونوالو ته اصلاحي پرېکړه واوروله، په دې سره د دواړو کورنيو ترمنځ سوله وشوه او دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی