د هلمند نظامي محکمې له زندان څخه ۲۰ بندیان د کندهار زون مرکزي زندان ته انتقال شول

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۴:۱۱
د هلمند نظامي محکمې له زندان څخه ۲۰ بندیان د کندهار زون مرکزي زندان ته انتقال شول

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۹مه نېټه د هلمند د نظامي محکمې له زندان څخه ۲۰ هغه بندیان چې د محکمې لخوا له یوه کال په ډېر بند محکوم شوي وو، د کندهار زون مرکزي زندان ته انتقال شول.
د یادونې وړ ده چې یاد کسان د قتل، اختطاف، قطاع الطریقۍ، غلا او تجاوز، دولتي اسلحو د پلور او ناروا اړیکو په جرمونو په ابدي بند، ۲۰ کاله بند، ۸ کاله بند، ۵ کاله بند او ۲ کلونو بند محکوم شوي وو او دوسیې یې د هلمند د نظامي محکمې لخوا نهائي شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

بیا په خبرونو کی