د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له قضائي او اداري غړو سره ناسته وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۱۸
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له قضائي او اداري غړو سره ناسته وکړه

په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائيه محکمې له قضائي، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه.
ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئيس خبرې وکړې وویل، تاسو په خپله کاري ساحه کې خپلې ورځنۍ اداري چارې په اخلاص سره د الله (جل جلاله) د رضاء په خاطر ترسره کړئ، د اداري مجلسونو جوړول ادارې پورې اړوند ستونزو او نیمګړتیاوو ته د حل لاره راوباسي، کومې چارې چې په مشوره ترسره کېږي پایلې یې مثبتې وي.
محترم مفتي خالد په خپلو خبرو کې د قضاء او د محاکمو چارې سختې او درندې وبللې، قضاتو ته یې توصیه وکړه چې له مراجعینو سره اصولي چلند وکړئ، د قضاء شان او شوکت په نظر کې ونیسئ، ترڅو اسلامي نظام پايداره پاتې شي، هر کله چې د سترې محکمې لوړ مقام لخوا یا د مرافعه محکمې لخوا تاسو ته د یوې موضوع د ترسره کولو په موخه هدایت کېږي، په اړوند یې کاملاً اطاعت وکړئ، ځکه د مشرانو او امراوو سره مینه لرل او اطاعت یې کول واجب دي.
نوموړي زیاته کړه، تاسو په ورین تندي په شرعي او اصولي ډول د مراجعینو ستونزو ته رسېدنه وکړئ، له مراجعینو سره جدي برخورد مه کوئ او همداراز يې د نفساني خواهشاتو د کنټرول په اړوند مهمې خبرې او توصيې وکړې.
د ناستې په دوام د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمد رحیم (نعماني) وويل، لوی الله (جل جلاله) موږ ته شرعي نظام راکړی، موږ یې باید شکر ادا کړو، نظام کې باید خپل مسؤولیتونه د امراوو په اطاعت او په اخلاص سره ترسره کړو.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، یو مؤمن مسلمان په هغه صورت کې کامیاب او سرلوړی وي چې په هغه کې د اخلاص، صداقت او اطاعت صفات موجود وي.
د ښاري محکمې رئيس د مجلس ټولو ګډونوالو ته توصیه وکړه، چې خپلې ورځنۍ رسمي او غیر رسمي چارې په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کړي، د ولسونو خدمت وکړي، درنو قضاتو ته یې توصیه وکړه، چې په خپلو ورځنیو اداري او قضائي امورو کې خیانت ونه کړئ او خپل هر عمل د الله (جل جلاله) د رضا په خاطر ترسره کړئ.
 ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی