د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي عمومي ریاست د موټرونو لپاره د (۲۷۰) قلمه پرزو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۴/۴/۱۴۰۳هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د  مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسیدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۷۰۰۰۰) افغانۍ ده، د آفرونو پرانیسته ۲۴/۴/۱۴۰۳هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته ۱۳/۴/۱۴۰۳هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.

خبرتیاوي

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۳۹
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ هـ ش مالي کال لپاره د سترې محکمې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د تخنیکي اطاق او تیلو ذخیرې د نوې ودانۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د (۱۵) عراده موټرو د تدارک په اړه د سترې محکمې خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د اړوند محاکمو لپاره د (۱۵) عرادې (۳هایلکس او ۱۲فلډر) موټرو د تدارکاتو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک خبرتیا 

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې . . .

Back to announcements