د روزګان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي ټاکل شوي رئيس د معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۳:۴۱
د روزګان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي ټاکل شوي رئيس د معرفت غونډه وشوه

په ۶ /۱۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د مرافعه محکمې د رئيس الحاج مولوي سخیداد (ابوالتقي) په مشرۍ د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د نوي ټاکل شوي رئیس الحاج مولوي جان محمد د معرفت غونډه  وشوه.
په دې غونډه کې چې د تفتیش هیئت، د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر، د عمومي محبس رئیس حاجي طالب، د ښاري ابتدائیه محکمې مخکني رئیس او نورو قاضي صاحبانو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه. 
ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ابتدائیه محکمې د مخکني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته يې د ښه خدمت کولو سپارښتنه وکړه، همداراز د تفتیش هیئت هم د مخکني رئیس د کارونو ستاینه وکړه.
د غونډې په دوام مولوي جان محمد چې مخکې د جنوب غرب زون د تمیز د نظامي منسوبینو دېوان مفتي و د ښاري ابتدائیه محکمې د نوي  رئیس په توګه د یادې محکمې کارکوونکو ته ور معرفي شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی