د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري، د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د نوراني ارغندیوال لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره (۲۱۳۱۶) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په کوټه سنګي کې موقعیت لري، د (۲۵۲۲۸۳۰) دوه میلیونه پنځه سوه دوه ویشت زره او آته سوه دیرش افغانیو په قیمت سره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو  لپاره د چای او قندو په ګډون د (۲۸) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د (۱۵) عراده موټرو د تدارک په اړه د سترې محکمې خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د اړوند محاکمو لپاره د (۱۵) عرادې (۳هایلکس او ۱۲فلډر) موټرو د تدارکاتو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک خبرتیا 

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارک خبرتیا 

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون . . .

Back to announcements