ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۴:۱۵
ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه

په ۲۴/ ۹/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا یو تن ته چې پر غلا متهم و؛ په عام محضر کې (۳۰) دُرې تعزیري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئیس محترم مفتي لطیف الله (ستانکزي)، د یادې محکمې مفتي او کارکوونکو، د یادې ولسوالۍ ولسوال او معاون، د استخباراتو مدیر، د ولسوالۍ اړوند ټولو کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
د کوز کنړ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا ياد متهم په دوه کاله تنفيذي بند او (۳۰) دُرو تعزيري سزا محکوم شوی و؛ ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۲
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې نوی رئيس معرفي شو

په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د پېژندنې او معرفت غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د لغمان ولایت مرستیال والي مولوي اختر محمد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۵:۳۸
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره (۱۸۷) وثیقې اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، اختصاصي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې (۳۰۵) دوسيو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

د بغلان د مرافعه محکمې رئيس د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ابتدائيه او اختصاصي محاکمو څخه لیدنه وکړه

په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د بغلان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف (ابوالوفاء) د کارونو د تعقیب او نظارت په موخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې او د. . .

بیا په خبرونو کی