د کندهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۳۳
د کندهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر)، د يادې محکمې د يو شمېر قضائي غړو په ملتيا د دغه ولایت د خاکریز، ارغنداب، پنجوائي او دامان ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
 په دې ليدنه کې یاد پلاوي د دې ولسواليو د ابتدائیه محاکمو د حقوقو، جزا او وثایقو برخې له اجراآتو لیدنه او څارنه وکړه او په دې برخو کې یې مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د یادو محاکمو ستونزې واورېدل شوې، همداراز ياد پلاوي له زندانونو هم لیدنه وکړه، د بندیانو ستونزې يې واورېدې او د يادو ستونزو د حل په اړه يې مسؤولینو ته لازم هدایات وکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی