د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۳۹۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۰۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۰:۲۹
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۳۹۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۰۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۶/ ۷/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پوري د (۳۹۶) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۰۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۸۲) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۷۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۳۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۰) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۸۵) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۷۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۰۱) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی