د ننګرهار د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۵۳
د ننګرهار د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د دوشنبې په ورځ (۳/ ۷/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټه د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) د ښاري ابتدائيه محکمې له رئیس، د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست او د امنیه قوماندانۍ له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، ورپسې يې د مظنونینو دوسیو ته پر وخت د رسېدنې او پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د محترم اخندزاده له لوري د اجراآتو د چټکتيا او ښه والي په موخه ورته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د مظنونینو ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي او دوسیې يې ژر بررسي کړي.
د غونډې په دوام د ننګرهار د استخباراتو ریاست او د امنیه قوماندانۍ استازو د اړونده ادارو ځینې مربوطه موضوعات د مرافعه محکمې له رئیس سره شریک کړل.
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس د غونډې ګډونوالو ته په ټاکلي وخت د موضوعاتو ته د حل او له مراجعینو سره د ښه سلوک او چلند توصیه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی