د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۷۱۰) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۳۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۳
د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۷۱۰) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۳۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي


د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۸/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۸/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۷۱۰) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۷۰) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۶۴) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۲۳۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۵۹) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۲۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۳۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۲۹) تجارتي دوسیې واردې شوې دي.
له دې جملې څخه (۲۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې، د (۱۰۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار محاکمو په يوه مياشت کې (۳۷۰) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی