د سترې محکمې د عامه امنيت دېوان د عمومي رئیس په مشرۍ يو پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۳:۲۲
د سترې محکمې د عامه امنيت دېوان د عمومي رئیس په مشرۍ يو پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ


د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د جمادي الاولی مياشتې په ۲۷مه نېټه يو پلاوي چې مشري يې شيخ جلال الدين (حقاني) صاحب کوله خوست ولایت ته سفر وکړ.
شيخ جلال الدين حقاني صاحب د ياد سفر په ترڅ کې د خوست ولايت د مرکزي محبس له بنديانو څخه ليدنه وکړه، چې د يادې ليدنې پر مهال يې د خوست ولايت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي امين الله (منيب)، د خوست ولایت مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان سرپرست رئيس مولوي بادشاه (جلالي) او د ښاري محکمې رئيس ملتیا کوله.
ياد پلاوي د تڼيو ولسوالۍ د قاضي صاحب په حضور کې د تڼيو ولسوالۍ د بنديانو دوسيې وڅېړلې، چې د څېړنې پرمهال يې (۳) د فريبکارۍ او (۳) د هدفي وژنو په تړاو د موضوعاتو تحقيق او په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.
د سترې محکمې د عامه امنيت دېوان عمومي رئيس شيخ جلال الدين حقاني صاحب د مرکزي محبس د بنديانو د حال، احوال او د دوی د دوسيو پوښتنې وکړې، د دوی د اوسېدلو او نورو ضرورياتو په اړه معلومات وکړل، تر څو بنديان په تکليف نه وي او د ضرورت وړ توکي ورته رسېدلي وي.
د ياد پلاوي دغه درې ورځنی سفر د ۱۴۴۵ ھـ ق کال د جمادي الأولی مياشتې په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د جوزجان د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۳مه نېټه جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې اداري مرستيال د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره ليدنه وکړه

د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) د کابل د مرافعه محکمې اړوند د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه له نږدې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې محترم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۴۸
Background image

د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې (۵۲) عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۵۲) حقوقي عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات. . .

بیا په خبرونو کی