د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د علي شېر، تڼيو او سپيره ولسواليو له محاکمو ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۲:۰
د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د علي شېر، تڼيو او سپيره ولسواليو له محاکمو ليدنه وکړه


د  (۱۵ /۵ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي امین الله (منیب) په مشرۍ یو پلاوي د خوست ولایت علي شېر، تڼيو او سپيره ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په ياد پلاوي کې د خوست ولایت مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان سرپرست رئيس مولوي بادشاه (جلالي)، مولوي حکیم الله (وقار) د مرافعه محکمې د مدني دېوان غړي، قضائي محرر او د تحریراتو آمریت آمر ملا امین الله (حنفي) شتون درلود.
ياد پلاوي د علي شېر، تڼيو او سپيره ولسواليو د ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري چارې وارزولې او د اجراآتو د پیاوړتیا په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
 د يادې ليدنې په پای کې د يادو محاکمو د غړو ستونزې واورېدل شوې او د ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی