د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د بلخ له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۵:۲۲
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د بلخ له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه


د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي رئیس محترم شیخ ګل آغا (عاقب) په مشرۍ یوه پلاوي چې مولوي عبدالواسع (المعي) او مولوي عبدالبصیر (غزنوي) یې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۳مه نېټه د بلخ ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه یاد ولایت سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر په پیل کې د بلخ ولایت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د بلخ ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند ټولو نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظریات يې له ځان سره وليکل او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره پرې خبرې وکړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۱۶) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، ښاري محکمې او مرافعه محکمې اړوند دېوانونو ، وثایقو او حقوقو آمریت څخه په جلا جلا ډول لیدنې وکړې.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند ضروریاتو او مهم موارد له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ضروریاتو د رفعه کولو، خنډونو د له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د بلخ ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټول موارد یې په جلا جلا توګه ورسره شريک کړل.
د ياد سفر په دوام د سترې محکمې قضائي پلاوي د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوندو ستونزو د حل په برخه کې یې د هغوی نظرونه واورېدل او د محاکمو په وړاندې شته ستونزې، د خلکو شکایتونه یې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.
 د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي له لاسته راوړنو ډک ياد (۲۰) ورځنی سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په (۱۹مه) نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی