د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۴:۴۳
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه


د يکشنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵هـ ق کال دجمادي الاولی مياشتې په ۵مه نېټه) د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو په ترافيکي پېښه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه.
ياده پېښه د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د سنګرمانده په سيمه کې رامنځته شوې وه چې د ياد ولايت د ترافيکو مديريت له لوري په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د شهر صفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته راجع شوه.
يادې محکمې د قتل دا پېښه د علماء کرامو او سپین ږېرو په منځګړيتوب سره د مقتول (قائم  د روستم خان زوی) چې د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ د نوآباد کلي اوسېدونکی و د وارثینو او د (۵۸۰) ډوله موټر د مالک (عبدالوارث حاجي سيف الدين زوی) ترمنځ له تحقيق او څېړنې وروسته په سوله حل کړه چې په پايله کې يې قاتل ته بخښنه وشوه، ياده پېښه او موضوع د دواړو طرفونو په رضايت او خوښۍ سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو دا اتمه د قتل پېښه او موضوع ده چې حل او فصل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی