د لوړو زده کړو وزارت اړوند تخصصاتو ادارې د«عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه جامعې» د دوهم کال متخصصینو ته د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا قضائي علمي سیمینار ورکړل شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۰:۶
د لوړو زده کړو وزارت اړوند تخصصاتو ادارې د«عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه جامعې» د دوهم کال متخصصینو ته د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا قضائي علمي سیمینار ورکړل شو

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۷مه نېټه د لوړو زده کړو د تخصصاتو ادارې د عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه جامعې د دوهم کال متخصصینو ته چې شمېر یې (۱۲۶) کسانو ته رسېده د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو ریاست له لوري نهه ورځنی علمي، تربیتي او قضائي سیمینار ورکړل شو.
په دغه قضائي سیمینار کې ګډونوالو ته په نظري او عملي قضائي درسونو سربېره د یو شمېر مهمو اداري کارونو برخه کې هم روزنه ورکړل شوه.
د یاد قضائي علمي سیمینار په پای غونډه کې چې تېره پنجشنبه (۲۵/۴/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه جامعه کې جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ ندامحمد (ندیم) صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو معین محترم مفتي محمد طاهر احمد صاحب او نورو لوړ پوړو مسؤولینو ګډون درلود.
یادې غونډې ته د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ ندامحمد (ندیم) صاحب، د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (غزنوي)، د لوړو زده کړو وزارت د محصیلنو چارو معین محترم مفتي محمد طاهر (احمد)، او د تخصصاتو ریاست رئیس محترم مفتي احسان الله (احسان) صاحب د قضاء او افتاء پر اهمیت، په اسلامي نظام کې د متخصصینو پر ارزښت او اړتیا، د اسلامي نظام او دغه راز عدالت د ارزښت په تړاو مهمې ویناوې وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو محترم وزیر او د یاد وزارت د محصلینو چارو معین غوښتنه وکړه چې دغه ډول سیمینارونه باید دوامداره او وخت یې ډېر کړل شي؛ ترڅو علماء کرام ترې ډېره ګټه واخلي.
 د پروګرام په پای کې د تخصصاتو د ادارې له لوري د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو عمومي ریاست استادانو ته مننلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی