د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال اتمه غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۴۴
د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال اتمه غونډه ترسره شوه


د چهارشنبې په ورځ (۱۷/  ربیع الثاني/۱۴۴۵ هـ ق)نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال اتمه غونډه ترسره شوه.
د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.
د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو  (څلورو) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.
د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی