د بلخ محاکمو په دوو اونیو کې د (431) دوسیو په حل او فصل سربېره (352) وثیقې هم اجرا کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۵:۵
د بلخ محاکمو په دوو اونیو کې د (431) دوسیو په حل او فصل سربېره (352) وثیقې هم اجرا کړې

په دغه راپور کې له 1 /3 /1445هـ ق نېټې څخه تر13 /3 /1445 هـ ق نېټې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د زون نظامي محکمې،  د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو قضائي او حقوقي  او آمریت وثایق اجراآت شامل دي.

په حقوقي (مدني او تجارتي) برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکـــــمو ته (279) بېلا بېلې حقوقي(مدني اوتجارتي) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

 له دې ډلې (71) دوسیې فیصله شوې دي، (26) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (170) دوسیو په اړه قرار  قضائي صادر شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوي او نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمو ته (145) بېلا بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شـــــــــــــــــــــمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (56) دوسیې فیصله شوې دي، (16) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (92) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۳۵۲) بېلا، بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی