د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د عریضو لیکونکو سره په خپل دفتر کې غونډه ترسره کړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۱:۱۰
د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د عریضو لیکونکو سره په خپل دفتر کې غونډه ترسره کړه

 

دا چې د کابل د مرافعه محکمې په سیمه کې د عریضو لیکونکو لیکلي عریضې د شریعت سره برابرې نه وي او خلکو ته یې ستونزې جوړي کړي وي له همدې کبله د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوی عبدالشکور "رشادآخندزاده" صاحب د یادو عریضو لیکونکو سره په خپل دفتر کې د ۱۴۴۵ کال د  ربیع الاول د میاشتې په ۵مه نېټه غونډه ترسره کړه.

په غونډه کې ټول  هغه عریضه لیکونکي موجود وو کوم چې د کابل د مرافعه محکمې عمومي ریاست او استینافي دېوانونو په سیمه کې عریضې لیکي .

غونډه د قرآن الکریم د څو مبارکو آیتونو په قرات سره پیل شوه؛ لومړی ښاغلي رشاد صاحب د عریضو لیکونکو ته په خطاب کې وویل : کومې عریضې چې تاسو یې لیکئ ډېرې يې د هغه شرایطو سره برابرې ندي کوم چې  په اسلامي شریعت کې  د عریضو لیکلو ته تعین شوي دي، نو له همدې کبله د  نا سم لیکل شویو  عریضو  له کبله ډېرې عریضې د محاکمو لخوا مستردېږي، چې له همدې کبله خلکو ته ډېرې  مالي ستونزې پیښیږي، د محاکمو او خلکو وخت هم بې ځایه ضایع  کیږي .

ښاغلي رشاد صاحب زیاته کړه ، د خلکو ستونزو ته په کتو،  د محاکمو او د خلکو د وخت د ضایع کېدو څخه د مخنیوي لپاره  د کابل مرافعه محکمې هوډ وکړ چې د عریضو د لیکلو ټول هغه شرایط چې شریعت د  عریضو په لیکو کې عریضه لیکونکي پرې مکلفوي را ټول او دوی ته په لیکلي بڼه ور وسپاري ، چې الحمدلله ټول هغه شرایط  غونډ کړای شوه او نن په دې غونډه کې تاسو ته در سپارل کیږي  او تاسو ټول د عریضو په لیکلو کې د دې شرایطو په مراعتولو مکلف یاست  او دا چې نور د ناسمو عریضو له کبله ملت ته  زیان ونه رسیږي نو  د سر غړونې په صورت کې د عدلیې محترم وزارت سره په همغږۍ  به د سرغړونکو جواز واخیستل شي.

په پای کې د ګډون والو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شوه او د رشاد صاحب لخوا ورته لارښوونې وشوې .

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی