د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (425)دوسیو په حل او فصل سربېره، (541) وثیقې هم اجرا کړې
په دغه راپور کې له 5 /1 /1445هـ ق نېټې څخه تر 17 /1 /1445 هـ ق نېټې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د نظامي زون محکمې، د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو قضائي او حقوقي او آمریت وثایق اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې( مدني او تجارتي) :
په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (307) بېلا بېلې حقوقي (مدني اوتجارتي) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې ډلې (54) دوسیې فیصله شوې دي، (92) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (107) دوسیو په اړه قرار قضائي صادر شوي او نورې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (154) بېلا بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (74) دوسیې فیصله شوې دي، (9) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (89) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
د یادونې وړ ده چې په همدې موده چې د بلخ ولایت محاکمو (541) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
