د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۵:۵
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

د پنجشنبې په ورځ (د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۱مه نېټه) د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.

ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د اداري ناستو په اهمیت خبرې وکړې او د اطاعت د اهمیت په باب یې تفصیلې وینا وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د اسلامي امارت د هرې پالیسۍ اطاعت مهمه فریضه یاده کړه وویل، دا چې اسلامي امارت د زیاتو قربانیو په پایله کې حاکمیت ترلاسه کړی؛ بناءً زموږ او ستاسې دا مسؤولیت دی چې د نظام د استحکام او ثبات لپاره له هرې ممکنه لارې وکولای شو چې خپل ملت د اسلامي امارت د فعلي نظام همکارۍ ته دعوت کړو او هر چاته واضحه کړو چې د اسلامي امارت له پالیسیو سرغړونه که په هر نوم وي بغاوت دي او د بغاوت مخه باید ونیول شي او د دنیوي او اخروي اضرارو یې خبر کړو.

په ورته وخت کې  ټولو محترمو قضاتو د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) صاحب ته ډاډ ورکړ چې د خپلې سپېڅلې دندې په ترسره کولو سربېره به د اسلامي نظام د استحکام لپاره کار کوي او خلک به د اطاعت په اهمیت پوهوي.

یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی