د هلمند ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د(۱۴۲) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۴:۳۵
د هلمند ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د(۱۴۲) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱۴۴۴/۱۲/۱۹ ھ ق څخه تر ۱۴۴۵/۱/۴ ھ ق پورې د هلمند ولایت د مرافعه محکمې،ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي اوتجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې :

په تیرو دوو اونیو کې ( ۱۲۵ ) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودي او تر دوران لاندې وې، له دې جملې څخه ( ۹ ) دوسیې مکتوبي مستردي شوې، د( ۳۸ ) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۲۷) دوسیې فیصله شوي او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تیرو دوو اونیو کې ( ۲۱۵ ) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودي او تر دوران لاندې وې، له دې جملې څخه ( ۴ ) دوسیې مکتوبي مستردي شوي، د( ۳۸ ) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي (۴۱) دوسیې فیصله شوي او پاتي دوسیې تر کار لاندې دي، دغه راز په یاده موده کې ( ۱۴ ) بېلابېل وثایق هم اجرا شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی