د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رئيس د خانشین ولسوالۍ ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۱:۴۰
د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رئيس د خانشین ولسوالۍ ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

سه شنبه او چهارشنبه ۱۴۴۵/۱/۷ ھ ق او ۱۴۴۵/۱/۸ ھ ق نېټو د هلمند ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ یو مل پلاوي د خانشين ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ.

حماس مولوي صاحب ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د يادې محکمې له محبس څخه ليدنه وکړه، چې د بنديانو د وضعیت او د هغوی د فیصلو پوښتنه يې وکړه.

وروسته يې د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په انګړ کې د خانشين ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو له مدير سره ګډ تفاهمې مجلس وکړ، چې د يادې ولسوالۍ د شته مشکلاتو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې، چې د يو او بل له لوري د همکارۍ ډاډ‌ ورکړل شو.

په پای کې يې د محبس مسؤل سره یو اندازه مرسته وکړه، تر څو د محبس د بنديانو ښه ساتنه پرې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د ولایت مرستیال والي، د ولسوالیو ولسوالانو او همدارنګه د نورو رسمي ادارو استازو په ګډون، په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي شمس الدین (احدي) يې غړيتوب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۳
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ د یاد ولایت د مقام، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د نظامي محکمې استازو، د علماوو شورا، حج. . .

بیا په خبرونو کی