د هلمند ولايت د مرافعه محکمې رئيس د يو پلاوي په مشري د ګرمسير ولسوالۍ ته سفر وکړ
د هلمند ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ یو مل پلاوي د ګرمسیر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ.
مولوي صاحب يادې ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د یادې محکمې د محبس د زندانیانو سره وليدل، له دوی سره یې خبرې وکړې، د دوی مشکلات يې واوريدل، په دې سربېره د محبس د حالاتو او د بندیانو د فیصلو پوښتنه وشوه.
د یادې ابتدائیه محکمې له فیصلو او اداري کارونو څخه یې نظارت ترسره شو او له نظارت وروسته د ګرمسير ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په انګړ کې د یادې ولسوالۍ له ولسوال، قوماندان، د استخباراتو مسؤول او د مواد مخدره له مسوؤل سره ګډ مجلس وکړ، چې په ياد مجلس کې په ډېرو موضوعاتو، لکه: غلاوي، او دې ته ورته نورو جنایي پېښو خبرې وشوې.
په پای کې د حماس مولوي صاحب له لوري د محبس له مسؤل سره د بنديانو د ښه ساتلو په موخه مرسته وشوه.