د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د یاد ولایت محاکمو د مسؤولینو اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۰:۱۸
د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د یاد ولایت محاکمو د مسؤولینو اداري غونډه ترسره شوه

په 19 /10 /1444 هجري قمري نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې ریاست په مقام کې د یادې محکمې د رئیس محترم مولوي محمد نبي (حماس) په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو قاضیانو، مفتیانو او محررینو ګډون درلود.

 د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي (حماس) د غونډې ګډنوالو ته ویناوکړه او قضاتو ته یې توصیه وکړه چې که هره دېوان کومه ستونزه یا موضوع درلوده، درې ورځې مخکې دې د اداري ناستې په اجنډا کې د شاملولو په موخه د ریاست مقام ته راوړي، ترڅو موږ ورته اصولي حللاره پیدا کړو.

نوموړي د محاکمو د ټولو مسؤولینو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او وویل، په اداري او قضائي ناستو کې به په ګډه د غونډې په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه بحث  او تحلیل کوو.

دغه راز محترم مولوي حماس زیاته کړه، په راتلونکې اونۍ کې به محبس ته ځو او د بې برخلیکه بندیانو دوسیې به ګورو، که کوم مسؤول کس په خپل سر بندیان کړي وو له هغه سره به حساب کوو او هغه بندي به له بند څخه آزادوو.

د مرافعه محکمې رئیس وویل، راتلونکو ورځو کې به د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو بررسي کوو او له ولسوالانو سره به مجلس کوو.

 د محترم مولوي (حماس) په خبره، د یو شمېر دېوانونو لکه مدني دېوان چارې چې د نورو په پرتله ډېرې دي، باید نورو دېوانونو ته تحویل کړل شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی