د هیواد له زندانونو څخه د روژې او کوچني اختر په مناسبت د آزادو شوو بندیانو د خوشي کېدو په اړه د سترې محکمې خبرتیا

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۹:۳۳
د هیواد له زندانونو څخه د روژې او کوچني اختر په مناسبت د آزادو شوو بندیانو د خوشي کېدو په اړه د سترې محکمې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه د عالي مقام او ریاست الوزراء محترم مقام د هدایت په اساس د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات صاحب په حکم د هیواد په کچه له زندانونو څخه (۲۴۶۰) هغه زندانیان چې د عفوې مستحق وو خوشي شول او (۴۷۱) نور بندیان چي د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د عالي شورا د تصویب نمبر (۳۵) مؤرخ ۶/۹/۱۴۴۴ هـ ق د دوهمې پرېکړې په اساس د هیواد په سطحه د بې سرنوشته او عفوې مستحق بندیانو د معلومولو لپاره بېلا بېل پلاوي جوړ شوي وو، د یادو پلاوو تر هراړخیزې هیئتۍ وروسته د پورته ذکر شوو بندیانو د خوشي کېدو او د یو شمېر نورو زندانیانو د بند په موده کې د تخفیف پرېکړه شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

بیا په خبرونو کی